12 چې څوک يو کس ووهى او هغه وهلے شوے کس مړ شى نو هغه وهونکے به خامخا وژلے شى.
کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،
داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.
قتل مۀ کوئ.
کۀ هغه ورسره دا درې ذمه وارۍ نۀ پوره کوى، نو هغه به يې خامخا بغېر د څۀ قيمت نه آزاده کړى.
هر څوک چې قتل وکړى نو هغه به وژلے شى،
خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره په تيکى کښې کېږده. څوک چې تُوره چلوى په تُوره مرى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.