هِجرت 21:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 ”د بنى اِسرائيلو دپاره دا قانون مقرر کړه چې، Faic an caibideil |
کله هم چې ستاسو د ښارونو نه د يو ښار اوسېدونکى ستاسو په وړاندې د قتل، يا د بل څۀ قانون يا حُکم ماتولو لانجه راوړى، نو تاسو خامخا په احتياط سره دا اصُول ورته ښايئ چې هغه به په عدالت کښې څنګه سلوک کوى، نو چې داسې هغوئ د مالِک خُدائ ګناهګار نۀ شى. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ، نو تاسو او ستاسو د ښارونو اوسېدونکو ته به د مالِک خُدائ د غصې پته ولګى. خو کۀ تاسو خپله ذمه وارى پوره کوئ نو تاسو به ګناهګار نۀ شئ.
مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شُو او ومو وئيل چې مونږ کۀ قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروو، هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو.
دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو او هغوئ د اُردن سيند په نمرخاتۀ طرف، بيتفعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. موسىٰ او اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو.