Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:5
65 Iomraidhean Croise  

د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“


نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“


هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“


”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخى‌اب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخى‌اب په خاندان باندې تباهى راولم.“


مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ کړے وو او هغوئ له يې حُکم ورکړ‌ے وو چې، ”د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ، هغوئ ته سجده مۀ کوئ، د هغوئ خِدمت مۀ کوئ او هغوئ ته قربانى مۀ پېش کوئ.


نو هغه خلقو د مالِک خُدائ عبادت کولو، د خپلو بُتانو عبادت يې هم کولو، نو د هغوئ اولاد تر نن ورځې پورې هم دغه کار نۀ پرېږدى.


خو منسى بادشاه چې څۀ کړى وُو نو د هغې په وجه د مالِک خُدائ سخته غصه راوچته شوې وه او لا سړه شوې نۀ وه.


خو مالِک خُدائ دې ستا خِدمت کوونکى ته دا يوه غلطى معاف کړى، کله چې زما نېک د رِمون عبادتخانې ته د سجدې دپاره ننوځى او هغۀ زما په لاس باندې تکيه وهلې وى او هلته زۀ هم ورسره ټيټ شم، نو چې زۀ کله د رِمون په عبادتخانه کښې ټيټېږم، نو مالِک خُدائ دې ستا خِدمت کوونکے د دې په وجه معاف کړى.“


نو په دې وجه د نعمان بيمارى به په تا او ستا په اولاد باندې د همېشه دپاره وى.“ کله چې جيحازى لاړو، نو په هغۀ دا بيمارى راغله او د هغۀ څرمن د واورې په شان سپينه شوه.


کله چې امصياه ادوميانو له د شکست ورکولو نه پس راوګرځېدو، نو هغۀ د هغوئ بُتان د ځان سره راوړل، دا يې ودرول، د هغې عبادت يې وکړو او خوشبويۍ يې ورته وسوزولې.


خو کۀ تۀ او ستا خلق کله هم هغه قانون او حُکمونه نۀ منئ چې ما تاسو له درکړى دى او د نورو معبودانو عبادت وکړئ،


تۀ وائې چې، خُدائ پاک د هغوئ په وجه د هغوئ بچو له سزا ورکوى. نو دا سزا دې هم هغوئ له ورکړے شى، چې پته ورته ولګى.


د هغوئ د بچو دپاره به د پناه هيڅ امکان نۀ وى، او داسې به څوک نۀ وى چې په عدالت کښې يې خلاص کړى.


مالِک خُدائ دې د هغۀ د پلار نيکۀ ګناهونه نۀ هېروى، او نۀ دې د هغۀ د مور ګناهونه وروبخښى.


دوئ هغه په بُت‌خانو جوړولو باندې غصه کړلو، او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.


مونږ د پلار نيکۀ په ګناه مۀ نيسه، په مونږ دې ستا رحم زر تر زره راشى، ځکه چې مونږ ډېر خوار و زار شوى يُو،


څوک چې مالِک خُدائ سره کينه لرى د هغۀ په وړاندې به د يرې نه په رپېدو پرېوځى، د هغوئ سزا به د تل دپاره وى.


د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.


د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.


خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“


يو کس به د ونې څۀ حِصه د خشاک دپاره استعمال کړى او د څۀ حِصې نه به يې اور بل کړى چې خپل ځان پرې تود کړى او روټۍ ورباندې پخه کړى. او دا هم يو حقيقت دے چې د څۀ حِصې نه به يې يو بُت جوړ کړى او عبادت به يې کوى.


د بُتانو جوړونکى دومره عقل او پوهه نۀ لرى چې سوچ پرې وکړى چې، ”څۀ لرګى ما وسوزول. د څۀ سره مې روټۍ پخه کړه او د دې په سکارو مې غوښه سره کړه او ومې خوړه. نو د دې پاتې لرګى نه به زۀ بُت جوړوم او دې ته به زۀ سجده کوم؟“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو په دې وجه به زۀ د خپلو خلقو خلاف اِلزام ولګوم. او زۀ به ستاسو په اولاد هم نسل در نسل اِلزام ولګوم.


تۀ زرګونو خلقو سره مينه کوې، خو د مور پلار د ګناهونو په وجه تۀ د هغوئ بچو له سزا ورکوې. اے عظيم او طاقتور خُدايه، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے،


خو بيا تاسو تپوس کوئ چې زوئ يې ولې د خپل پلار په جرم کښې شريک نۀ دے؟ ځکه چې زوئ يې هغه څۀ کړى دى څۀ چې صحيح دى او د اِنصاف په مطابق دى او زما په حکمونو په وفادارۍ سره عمل کوى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى.


”ستاسو خلقو د اِسرائيل د مُلک په حقله د دې متل د وئيلو نه څۀ مطلب دے چې وائى، تراوۀ انګور يې پلار وخوړل، او غاښونه يې د بچو په برېښ شُو؟


او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم.


”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم.


هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.


او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل.


اے بادشاه سلامت، خو کۀ چرې هغه مونږ ستا نه بچ هم نۀ کړى، خو تۀ په دې پوهه شه چې مونږ به نۀ ستا د معبودانو عبادت او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت وکړُو کومه چې تا ودرولې ده.“


نو زۀ به په خپله د هغه کس نه، د هغۀ د ټولې خاندان نه او د هغه ټولو نه مخ واړوم چې زما نافرمانى وکړى او د مولک بُت عبادت وکړى. زۀ به هغوئ نور خپل خلق نه ګڼم.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


ستاسو لوږه به دومره زياته شى چې خپل بچى به وخورئ.


مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.


زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى.


ستاسو بچى به څلوېښت کاله په صحرا کښې سرګردانه ګرځى، ستاسو د نافرمانۍ په وجه به کړيږى، تر دې پورې چې ستاسو آخرى کس هم مړ شى.


”فينحاس زوئ د اِلى‌عزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل.


او ورته يې ووئيل چې، ”دا هر څۀ به تا له درکړم خو کۀ تۀ راته صرف سجده وکړې او زما عبادت وکړې.“


کۀ دُنيا تاسو نه نفرت کوى نو تاسو پوهه شئ چې ستاسو نه اول يې ما نه نفرت کړے دے.


دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.


د هغۀ مريدانو ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړى او کۀ د دۀ مور او پلار، چې دے ړوند پېدا شوے دے؟“


غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى.


ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.


يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟


د خپلو غلطو بُتانو په وجه هغوئ زۀ په قهر کړے يم، د بې‌کاره معبودانو په وجه هغوئ زما غېرت راپارولے دے، زۀ به هغوئ د هغه خلقو په وجه په حسد کړم څوک چې قوم نۀ دى، نو زۀ به د يو کم عقل قوم په ذريعه هغوئ په قهر کړم،


چې زۀ به خپله ځلېدونکې تُوره تېره کړم او وبه ګورم چې اِنصاف وشى. زۀ به د خپلو دشمنانو نه بدل واخلم او هغوئ له به سزا ورکړم چې څوک زما نه نفرت کوى.


ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے.


خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو غېرتى خُدائ پاک يم. زۀ د پلار نيکۀ د ګناه سزا د هغوئ اولاد له تر درېم او څلورم نسله پورې ورکوم څوک چې زما نه نفرت کوى.


ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم چې تاسو سره اوسيږى، هغه يو غېرتى خُدائ پاک دے. د هغۀ غضب به په تاسو راشى او هغه به د زمکې مخ نه تاسو ورک کړى.


او څوک چې ترې نه نفرت کوى نو په بدل کښې به هغه تباه کړى. هغه به هغه چا له په سزا ورکولو کښې سستى ونۀ کړى څوک چې د هغۀ نه نفرت وکړى.


اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.


کۀ تاسو هغه لوظ مات کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغې سر ته رسولو حُکم درکړے دے او تاسو د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ، نو بيا به هغه په خپله غصه کښې تاسو له سزا درکړى، نو ډېر زر به ستاسو يو کس هم په دې ښۀ مُلک کښې پاتې نۀ شى چې کوم هغۀ درکړے دے.“


نو بيا به تاسو د هغه خلقو سره کار نۀ لرئ کوم چې ستاسو سره پاتې وى، نۀ به د هغوئ د معبودانو نومونه په ژبه راولئ، او نۀ به دا نومونه د قسم دپاره استعمالوئ، نۀ به د هغه معبودانو عبادت کوئ او نۀ به ورته سجده لګوئ.


يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”خو کېدے شى چې تاسو د دې قابل نۀ شئ چې د مالِک خُدائ خِدمت وکړئ. هغه يو مقدس او غيرتى خُدائ پاک دے او هغه به ستاسو ګناهونه نۀ معاف کوى،


خو چې کله به قاضى مړ شو، نو خلق به هم هغه ناولو کارونو ته وروګرځېدل او د مخکښېنى نسل نه به يې بدتر عمل کولو. هغوئ به د نورو معبودانو خِدمت او عبادت کولو او د خپلو بدو عملونو او خپلو ضدى طريقو پرېښودو نه به يې اِنکار کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan