Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړَوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا کۀ هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:4
41 Iomraidhean Croise  

د مشورې اخستلو نه پس، بادشاه دوه د سرو زرو سخى جوړ کړل او خپلو خلقو ته يې ووئيل، ”تاسو د ډېرې مودې نه د عبادت دپاره يروشلم ته ځئ. اے اِسرائيليانو، ستاسو خُدايان دا دى چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.“


او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د بُتانو عبادت مۀ کوئ.


هغۀ چې کوم بُت جوړ کړے وو هغه يې واخستلو او د خُدائ پاک په کور کښې يې ودرولو چې د کوم په حقله خُدائ پاک داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په دې کور کښې او په يروشلم کښې به زۀ خپل نوم د همېشه دپاره وساتم کوم ښار چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه خوښ کړے دے.


دوئ هغه په بُت‌خانو جوړولو باندې غصه کړلو، او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.


هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى، هغوئ هم څوک چې په بې‌کاره بُتانو نازيږى. اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.


د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ.


چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“


هغوئ ما ته ووئيل چې مونږ ته پته نشته چې په دې سړى، موسىٰ باندې څۀ شوى دى، چې مونږ يې د مِصر مُلک نه راوويستلو، راځئ، چې معبودان جوړ کړُو چې مونږ ته لارښودنه کوى.


هغۀ د هغوئ والۍ واخستلې، ويلې يې کړې او د سخى په شکل يې يو بُت ترې نه جوړ کړو. هغوئ ووئيل، ”اے بنى اِسرائيلو، دا زمونږ خُدائ دے چې مونږ يې د مِصر د مُلک نه راوويستلو.“


چې په کومه لاره ما هغوئ له د عمل کولو حُکم ورکړے وو هغوئ زر د هغې نه بې‌لارې شوى دى، هغوئ د ويلې شوى سرو زرو نه سخے جوړ کړے دے، د هغۀ عبادت يې کړے دے او قربانۍ يې ورته پېش کړى دى. هغوئ وائى چې هغه يې خُدائ دے چا چې د مِصر د مُلک نه راويستلى دى.


د ويلې کړے شوو څيزونو نه معبودان مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ.


خو هر څوک چې په بُتانو ايمان لرى، او ورته وائى چې تاسو زمونږ خُدايان يئ، نو هغوئ به سخت وشرميږى او رد به کړے شى.“


زۀ مالِک خُدائ يم. او هم دا زما نوم دے. زۀ به خپل جلال بل هيچا ته نۀ ورکوم، او زما په ثناء صِفت کښې به بُتانو ته هيڅ برخه نۀ ملاويږى.


څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ به د شرم سره مخ شى، او هغوئ ټول به سپک شى.


او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم.


نو بيا زۀ دننه لاړم او ومې ليدل چې، په دېوالونو باندې د هر قسمه مارانو او چينجو او پليتو ځناورو تصويرونه جوړ شوى وُو. او ما د بنى اِسرائيلو ټول بُتان وليدل چې هغوئ يې عبادت کولو.


هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.


زما نه مۀ اوړئ او د بُتانو عبادت مۀ کوئ، مجسمې مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“


نو چې مونږ د خُدائ پاک اولاد يُو نو بيا مونږ ته دا سوچ کول مناسب نۀ دى چې د خُدائ ذات لکه د سرو زرو، د سپينو زرو يا د کاڼى د بُت په شان وګڼو چې بنى آدم په خپله پوهه او هُنر سره جوړ کړى وى.


او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو.


او د بُت پرستۍ دپاره د کاڼى ستنه مۀ ودروئ، مالِک خُدائ د دې څيزونو نه نفرت کوى.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


د ځان دپاره د داسې يو څيز په شکل هم بُتان مۀ جوړَوئ چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا لاندې په زمکه باندې وى او يا د زمکې د لاندې په اوبو کښې وى.


نو اوله فرښته لاړه او په زمکه يې خپل جام توئ کړو او د ناسور خوراکى دانې په هغه خلقو ښکاره شوې چې د بلا نښه يې په ځان کښې وه او هغه بُت ته يې عبادت کړے وو.


خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.


هغۀ پېسې واپس خپلې مور له ورکړې او مور يې ووئيل، ”چې هغه ښېرې زما په زوئ باندې ونۀ لګى زۀ پخپله دا د سپينو زرو سيکې مالِک خُدائ ته وقف کوم. د لرګى په يوه مجسمه به دا سپين زر وخېژولے شى. نو داسې به زۀ دا د سپينو زرو سيکې تا له واپس درکړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan