26 زما دپاره داسې قربانګاه مۀ جوړَوئ چې تاسو بره په پوړو ورخېژئ، ګنې ستاسو د سَتر اندامونه به بربنډ شى.“
د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.
هغوئ له د کتان نه جانګى جوړ کړه، چې د ملا نه د پنډو پورې رسيږى، نو چې د هغوئ د سَتر ځايونه بربنډ نۀ شى.
هارون او د هغۀ زامن به خامخا همېشه دپاره دا اغوندى چې کله هغوئ زما په حضور کښې خېمې ته ننوځى يا چې په مقدس ځائ کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى او قربانګاه ته ورنزدې کيږى، ګنې د سَتر ځايونو بربنډولو په وجه به ګناهګار شى او وبه وژلے شى. د هارون او د هغۀ د اولاد دپاره به دا حُکم د همېشه دپاره وى.
کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بېسوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.
بره چجه هم مربع وه، څليريشت نيم فټه اوږده او څليريشت نيم فټه پلنه وه، چې غاړه يې يوويشت اِنچه وه او ګېرچاپېره لس نيم اِنچه غاړه وه. او د قربانګاه پوړۍ نمرخاتۀ طرف ته وې.“
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“