Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 کۀ تاسو زما دپاره د کاڼو نه يوه قربان‌ګاه جوړَوئ، نو هغه د تراشلے شوى کاڼو نه مۀ جوړَوئ، ځکه چې کله تاسو په هغه کاڼو آوزار لګوئ، نو هغه به ناپاکه کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:25
6 Iomraidhean Croise  

د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے.


زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.


موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.


نو هلته هم څلور مېزونه د تراشلے شوو کاڼو نه د سوزېدونکې قربانۍ دپاره جوړ شوى وُو چې يو دېرش نيم اِنچه اوږدۀ او پلن وُو او يوويشت اِنچه لوړ وُو. په دې مېزونو باندې د قربانۍ د څاروو د حلالېدلو دپاره د قصابانو چړې او نور څيزونه پراتۀ وُو.


هغه يې د هغه اصُولو په مطابق جوړه کړه چې د مالِک خُدائ خادِم موسىٰ بنى اِسرائيلو ته ښودلى وُو. لکه څنګه چې د موسىٰ د شريعت په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”قربان‌ګاه دې د داسې کاڼو نه جوړه وى چې د اوسپنې په آوزار تراشلے شوى نۀ وى.“ او په هغې باندې هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan