Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:24
44 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.


داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى.


خو په دې کور شپه او ورځ نظر وساته، دا ځائ چې تا د عبادت دپاره خوښ کړے دے. مخ مې دې کور ته کړو او زما سوال واوره.


نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.


نو نعمان ووئيل، ”کۀ تۀ زما نه تُحفه نۀ قبلوې، نو ما پرېږده چې دوه قچرې په خاورو باندې بار کړم، ځکه چې د نن نه به زۀ د مالِک خُدائ نه بغېر بل يو خُدائ ته هم سوزېدونکې نذرانه يا قربانى پېش نۀ کړم.


رحُبعام په يروشلم کښې بادشاهى کوله او د خپلې بادشاهۍ طاقت يې زيات کړو. هغه د يو څلوېښتو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ اوولس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه، دا هغه ښار وو چې مالِک خُدائ دا د بنى اِسرائيلو د ټولې علاقې نه د داسې ځائ په توګه خوښ کړے وو چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى. د رحُبعام مور نعمه وه چې هغه د عمون د مُلک وه.


خو اوس ما يروشلم خوښ کړے دے چې دا به هغه ځائ وى چرته چې به زما عبادت کيږى او ما داؤد خوښ کړے دے چې زما په خلقو يعنې بنى اِسرائيلو باندې حکومت کوى.“


ځکه چې دا ما خوښ کړے دے او دا مې د دې دپاره پاک ګرځولے دے چې دلته به د تل دپاره زما عبادت کيږى. زۀ به په دې باندې نظر ساتم او تل به يې حِفاظت کوم.


هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عبادت کيږى نو کۀ کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما داريوس دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“


خو کۀ بيا تاسو ما ته راوګرځېدئ او زما په حُکمونو عمل کوئ، نو زۀ به تاسو واپس هغه ځائ ته راولم کوم ځائ چې ما د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے دے، کۀ تاسو د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هم خوارۀ وارۀ يئ.


زۀ به احتياط کوم چې بې‌داغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.


اے يروشلمه اوس مونږ ستا په دروازو کښې ولاړ يُو.


د صيون نه دې مالِک خُدائ تا له برکت درکړى، او تۀ په خپل ټول ژوند کښې د يروشلم آبادى وګورې.


مالِک خُدائ د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے، تاسو ته دې صيون نه برکت درکړى.


ستا پاک ځائ ته يې اور واچولو او ختم يې کړو، او ستا د نوم د اوسېدلو ځائ يې سپک او بې‌حرمته کړو.


د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.


خو هغۀ د يهوداه قبيله غوره کړه، او د صيون غر چې زياته مينه يې ورسره وه.


خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ به مونږ له څاروى راکوې چې مونږ يې د قربانيانو او سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو.


بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.


کۀ تاسو زما دپاره د کاڼو نه يوه قربان‌ګاه جوړَوئ، نو هغه د تراشلے شوى کاڼو نه مۀ جوړَوئ، ځکه چې کله تاسو په هغه کاڼو آوزار لګوئ، نو هغه به ناپاکه کړئ.


موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.


بيا هغۀ د بنى اِسرائيلو څۀ زلمى مقرر کړل او هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې قربانۍ او څۀ څاروى د سلامتۍ قربانۍ په توګه پېش کړل.


د کيکر لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه به څلور‌ګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى.


تۀ هغه خلقو ته هرکلے وائې څوک چې په خوشحالۍ سره د صداقت کارونه کوى او ستا په لار ځى. ګوره، تۀ مونږ ته غصه وې، خو مونږ ګناه نۀ پرېښودله، چې د ډېرې زمانې نه مونږ په ګناه کښې بوخت يُو، نو څنګه به بچ شُو؟


او د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يې مالِک خُدائ ته د پېش کولو دپاره رانۀ وړى نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


د عبادت هغه يو ځائ کۀ ډېر لرې وى، نو بيا چې ستاسو خوښه وى، نو هغه څاروے يا ګډ حلالولے شئ کوم چې مالِک خُدائ درکړے وى او تاسو هغه غوښه په کور کښې خوړلے شئ، لکه څنګه چې ما تاسو ته وئيلى دى.


خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى.


بيا هغه يو ځائ ته ځئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د خپل عبادت دپاره خوښ کړے دے او هلته د هغۀ په حضور کښې د خپل فصل، ميو او د زيتُونو تېلو او ستاسو د وړومبى پېدا شوى څاروو او ګډو لسمه برخه خورئ. دا د دې دپاره کوئ چې تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېدل زده کړئ.


د مالِک خُدائ په حضور کښې تاسو سره د خپلو بچو، ستاسو نوکرانو، ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره خوشحاله شئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. د عبادت په هغه يو ځائ کښې هم دغه شان کوئ.


نو تاسو هر يو به خامخا د هر فصل وړومبے برخه په يوه ټوکرۍ کښې ږدئ او دا به د عبادت هغه يو ځائ ته وړۍ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درته د دې دپاره ښائى چې د هغۀ د نوم درناوے وشى.


هغه به ستاسو سره مينه کوى او برکت به درکړى، نو ستاسو شمېر به زيات شى او ډېر اولاد به پېدا شى، هغه به ستاسو پټى برکتناک کړى، نو چې ستاسو غله، مے او د زيتُونو تېل به پېدا کړى، او هغه به تاسو له برکت درکړى چې تاسو له ډېر څاروى، چېلۍ او ګډې درکړى. هغه به دا ټول برکتونه تاسو له په هغه مُلک کښې درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.


نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بې‌ګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan