22 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووائى، تاسو وليدل چې ما مالِک خُدائ ستاسو سره د آسمان نه څنګه خبرې کړې دى.
د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.
داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اورېدلې وى او ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟
هغۀ په تاسو باندې د آسمان نه خپل آواز واورېدو چې هغه ستاسو تربيت وکړى، او هغۀ دلته په زمکه باندې په تاسو خپل مقدس اور وليدلو او د دې نه يې تاسو سره خبرې وکړې.
او هغوئ ووئيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته خپله لوئى او جلال په هغه وخت وښودلو چې د اور نه مو د هغۀ خبرې اورېدلې. مونږ ته نن دا پته ولګېده چې کۀ خُدائ پاک د يو انسان سره خبرې وکړى نو هغه انسان بيا هم ژوندے پاتې کېدے شى.
داسې يو انسان شته څۀ چې هغۀ د اور نه د ژوندى خُدائ پاک خبرې اورېدلې وى او بيا هم ژوندے پاتې وى؟