Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 موسىٰ ورته وفرمائيل، ”يرېږئ مه، خُدائ پاک خو صِرف دې له راغلے دے چې تاسو وآزمائى او خپله يره ستاسو په زړونو کښې واچوى چې تاسو ګناه نۀ کوئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:20
22 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما دا خيال وو چې دلته به داسې هيڅ څوک هم نۀ وى چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او دوئ به زما د ښځې په وجه ما ووژنى.


څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“


فرښتې وفرمائيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل اېک يو زوئ هم پېش کړو.“


زما نه مخکښې به چې کوم يو حکمران هم په دفتر کښې وو هغه به په خلقو بوج وو. د ميو او د خوراک دپاره به يې هره ورځ ترې نه څلوېښت د سپينو زرو سيکې غوښتې. د هغوئ نوکرانو به هم د خلقو سره زياتے کولو. خو ما به د هغوئ په شان کار نۀ کولو، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه يرېدلم.


او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“


موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.


د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى.


د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى.


په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده.


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“


مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.


اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،


نو هغه پېغمبرانو يا د خوبونو تعبير ورکوونکو ته غوږ مۀ نيسئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو معلوموى چې تاسو د مالِک خُدائ سره د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره مينه کوئ او کۀ نه.


چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى.


او چې تر کومې پورې تاسو، ستاسو بچى او ستاسو نمسى ژوندى وى نو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه خامخا يرېږئ. کۀ تاسو د هغۀ په ټول قانون عمل وکړو کوم چې زۀ تاسو له درکوم نو په هغه مُلک کښې به ستاسو عُمر زيات شى.


بيا مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته حُکم وکړو چې د هغۀ په ټول قانون به عمل کوُو او د هغۀ درناوے به کوُو. کۀ مونږ داسې وکړل نو زمونږ قوم به همېشه د هغۀ د نظر لاندې وى او کاميابى به زمونږه وى.


په بيابان کښې د خوراک دپاره هغۀ تاسو له من درکړل، هغه خوراک چې ستاسو پلار نيکۀ هيڅکله نۀ وو خوړلے. هغۀ په تاسو سختۍ راولېږلې چې تاسو وآزمائى، نو چې داسې په آخر کښې ستاسو هر څۀ سم شى.


هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.


نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.


سموئيل ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، اګر چې تاسو داسې بد عمل کړے هم دے خو د مالِک خُدائ نه مۀ اوړئ او د خپل ټول زړۀ سره د هغۀ خِدمت کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan