Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:2
50 Iomraidhean Croise  

کله چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ پړمخې په زمکې پرېوتل او وې وئيل، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“


او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د بُتانو عبادت مۀ کوئ.


د سامريه زوال ځکه وشو چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه کړې وه، چا چې هغوئ د مِصر بادشاه فِرعون نه خلاص کړل او د مِصر نه يې راوويستل. هغوئ د نورو خُدايانو عبادت وکړو،


احاز بادشاه ګناه کړې وه، نو په دې وجه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د شام بادشاه په ذريعه هغۀ له شکست ورکړو او هغۀ په لوئ شمېر کښې د يهوداه قېديان هم دمشق ته بوتلل. مالِک خُدائ د رملياه د زوئ د اِسرائيل د بادشاه فقح په ذريعه هم احاز له شکست ورکړو او په يوه ورځ يې يو سل او شل زره د يهوداه تکړه فوجيان ووژل. مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک د دې کېدو اجازت ځکه ورکړو چې د يهوداه خلقو هغه پرېښے وو.


”اے زما خلقو ما ته غوږ شئ زۀ به تاسو ته خبرې وکړم اے بنى اِسرائيلو زۀ ستاسو خلاف دا ګواهى کوم. چې هم زۀ خُدائ يم او ستاسو خُدائ پاک يم،


زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ. خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.


خو زما خلق به زما خبره نۀ اورى، بنى اِسرائيل به زما تابعدارى نۀ کوى.


تاسو چې په سخته کښې نعرې وکړى نو ما تاسو بچ کړئ، ما درله د تندر د وريځو نه جواب درکړو. کله چې په مريبه کښې اوبۀ نۀ وې ما ستاسو ايمان وآزمائيلو.


په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.


موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.


تۀ په خپله وعده ولاړ وې او تا هغه خلقو ته لار ښودله کوم چې تا بچ کړى دى، تۀ به په خپل طاقت سره هغوئ، تر خپل مقدس ځائ پورې ورسوې.


سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


بيا خُدائ پاک کلام وکړو او هغه ټولې خبرې دا دى،


هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم چا چې هغوئ د مِصر د مُلک نه راوويستل چې زۀ د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم. زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.


نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.


مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”داسې وخت راروان دے چې خلق به داسې قسم نۀ خورى چې، د ژوندى خُدائ پاک په نوم مې دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل.


هغوئ دا تپوس قدرې هم ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے، چا چې مونږ د مِصر نه رابهر کړو، او په هغه صحرا کښې يې زمونږ لارښودنه وکړه چې د ميرو او کندو کپرو مُلک وو، هر طرف ته خُشکه او تيارۀ وه چې په کومه زمکه کښې نۀ چا سفر کولو او نۀ په کښې څوک اوسېدل؟“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو خُدائ يم، او هغوئ به زما خلق وى.“


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.


”ما ستاسو د پلار نيکۀ سره لوظ وکړو کله چې ما هغوئ د مِصر نه د غلامۍ د مُلک نه رابهر او آزاد کړل. نو ما وفرمائيل چې،


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. زما د حکمونو پيروى وکړئ او په غور سره زما په قانون عمل وکړئ.


او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په کومه ورځ چې ما بنى اِسرائيل غوره کړل، ما د يعقوب د اولاد سره قسم وکړو او خپل ځان مې هغوئ ته په مِصر کښې ښکاره کړو. په قسم سره ما هغوئ ته وفرمائيل، زۀ ستاسو مالِک خُدائ پاک يم.


او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم.


ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې.


خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته.


زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.


صحيح تلې، صحيح وزنونه او صحيح ناپونه استعمالوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ.


چې ستاسو اولاد ته دا پته ولګى چې مالِک خُدائ اِسرائيليان دې ته جوړ کړل چې په جونګړو کښې اوسيږى چې کله يې هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل. هغه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے.“


دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى چې د ستاسو خُدائ پاک وى.


اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى او هغوئ يې د مِصر مُلک نه راوويستل، هغوئ دې د نوکرانو په توګه نۀ خرڅيږى.


يو اِسرائيلے به همېشه دپاره غلام نۀ وى، ځکه اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى. هغۀ هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل، هغه مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک دے.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د غلامۍ نه آزاد شئ. ما هغه طاقت ختم کړو چې تاسو يې ټيټ کړى وئ او د دې جوګه مې کړئ چې په اوچتو سترګو ګرځئ.“


هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.


نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.


ولې خُدائ پاک يواځې د يهوديانو خُدائ پاک دے؟ ولې هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک نۀ دے څۀ؟ بې‌شکه هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک هم دے.


سنګسار يې کړئ چې مړ شى. هغوئ کوشش کولو چې تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه تاسو واړوى، کوم چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم.


کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له ځئ او تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، آسونه او لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او ما، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک د خپل لوئ طاقت او قوت سره آزاد کړئ. نو ځکه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د سبت ورځ ياده لرئ.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.


خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.


د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم.


ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به د اموريانو معبودانو عبادت نۀ کوئ د چا په مُلک کښې چې اوس تاسو اوسېږئ. خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan