Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو کۀ خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړى نو مونږ يريږو چې مړۀ به شو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:19
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ ورته وفرمائيل، ”ما په باغ کښې ستا د راتلو آواز واورېدو، نو زۀ ويرېدم او ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“


يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو.


تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى،


موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو.


نو بيا د شريعت د راتلو نه څۀ مقصد وو؟ شريعت د دې دپاره ورکړے شو چې د وعدې سره سره چې خلقو ته د هغوئ ګناهونه هم ورښکاره کړى، خو شريعت صرف د وعده شوى ماشوم د راتلو پورې وو. خُدائ پاک خپل شريعت د فرښتو په وسيله موسىٰ له ورکړو څوک چې د خُدائ پاک او خلقو تر مينځه مينځګړے وو.


په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ.


په هغه وخت کښې زۀ ستاسو او مالِک خُدائ په مينځ کښې د مينځګړى په شان د دې دپاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم، ځکه چې تاسو د اور نه يرېدئ او غرۀ ته ونۀ ختلئ. مالِک خُدائ وفرمائيل چې،


او کله چې د بيګل آواز او کلام خلقو واورېدو نو هغوئ مِنت وکړو چې مونږ سره دې نور کلام ونۀ کړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan