Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:18
13 Iomraidhean Croise  

چې کله نمر پرېوتو او توره تيارۀ شوه، نو يو د بلو سکارو لوښے چې لوګے يې کولو او يو بَل لرګے ناڅاپى راڅرګند شو او د ځناورو په مينځ کښې تېر شو.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”ما په باغ کښې ستا د راتلو آواز واورېدو، نو زۀ ويرېدم او ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“


تاسو چې په سخته کښې نعرې وکړى نو ما تاسو بچ کړئ، ما درله د تندر د وريځو نه جواب درکړو. کله چې په مريبه کښې اوبۀ نۀ وې ما ستاسو ايمان وآزمائيلو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ هغه خُدائ پاک يم چې هر چرته حاضر ناظر يم نه چې په يو ځائ کښې.


په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ.


هغۀ په تاسو باندې د آسمان نه خپل آواز واورېدو چې هغه ستاسو تربيت وکړى، او هغۀ دلته په زمکه باندې په تاسو خپل مقدس اور وليدلو او د دې نه يې تاسو سره خبرې وکړې.


کله چې ټول غر اور اخستے وو او تاسو د تيارې نه آواز واورېدو، نو ستاسو د قبيلو مشران ما له راغلل


خو مونږ ولې خپل ځانونه د مرګ په خطره کښې واچوو؟ هغه لوئ اور به مونږ تباه کړى. زمونږ دا يقين دے کۀ چرې بيا مونږ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک خبرې واورېدلې نو مړۀ به شُو.


موسىٰ، واپس لاړ شه او هغه هر څۀ په غور سره واوره څۀ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک فرمائى. بيا واپس راشه او چې هغۀ درته څۀ وئيلى وى نو هغه مونږ ته ووايه. مونږ به هغې ته غوږ ونيسو او عمل به پرې وکړُو.


په هغه وخت کښې زۀ ستاسو او مالِک خُدائ په مينځ کښې د مينځګړى په شان د دې دپاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم، ځکه چې تاسو د اور نه يرېدئ او غرۀ ته ونۀ ختلئ. مالِک خُدائ وفرمائيل چې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan