Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 20:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 زنا مۀ کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 20:14
24 Iomraidhean Croise  

زۀ په دې کور کښې د هغۀ هومره اختيار لرم او هغۀ ستا نه بغېر زما نه هيڅ څيز هم نۀ دے منع کړے. نو بيا زۀ داسې غلط کار څنګه وکړم چې د خُدائ پاک ګناهګار شم؟“


کله چې د ماتم وخت تېر شو، داؤد هغه راوغوښتله چې محل ته راشى، نو هغه يې ښځه شوه او يو زوئ يې ترې نه پېدا شو. خو چې داؤد کوم عمل کړے وو په هغې باندې مالِک خُدائ نارضا وو.


د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ.


کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى.


آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے شکمن شى چې خپلې ښځې ورسره بې‌وفائى کړې ده او د بل سړى سره يې زنا کړې ده او د خپل ځان بې‌عزتى يې کړې ده، خو کۀ د خاوند يقين پوخ نۀ وى، او کېدے شى چې د هغۀ ښځې دا خبره پټه ساتلې وى، ګواه هم نۀ وى او په دې کار پورې نيولے شوې هم نۀ وى، يا داسې وشى چې يو خاوند په خپله ښځه باندې هسې شکمن شى، کۀ هغې بې‌وفائى هم نۀ وى کړې.


هغه سړى تپوس وکړو چې، ”کوم حُکمونه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”قتل مۀ کوئ. زنا مۀ کوئ. غلا مۀ کوئ. د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.


ځکه چې دا حُکمونه دى چې، ”زنا مۀ کوئ، خُون مۀ کوئ، غلا مۀ کوئ، حرص مۀ کوئ،“ او د دې نه علاوه نور چې څۀ حُکمونه دى، د هغې ټولو خُلاصه په دې کښې ده چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“


په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.


ځکه چا چې دا فرمائيلى دى چې، ”زنا مۀ کوئ،“ نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چې، ”قتل مۀ کوئ،“ نو کۀ تاسو زنا ونۀ کړئ او قتل وکړئ نو بيا هم تاسو شريعت مات کړو.


اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.


خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan