منسى دومره ډېر بېګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.
خو کۀ دې غوَيى مخکښې هم خلق وهل او مالِک له يې خبردارے ورکړے شوے وى او هغۀ دا غوَيے تړلے نۀ وى ساتلے او دا څوک ووهى او مړ شى، نو غوَيے به سنګسارولے شى او مالِک به يې هم وژلے شى.
خو په کار دے چې مونږ په دې پوهه شُو چې شريعت د نېکانو دپاره نۀ دے بلکې د بېشريعته او نافرمانو خلقو دپاره، د بېدينه او ګناهګارو دپاره، او د دين سپک کوونکو دپاره، او د هغوئ دپاره دے چې پلار او مور يې وژلى وى، د قاتلانو دپاره،