1 بيا خُدائ پاک کلام وکړو او هغه ټولې خبرې دا دى،
د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.
نو بيا موسىٰ خلقو له ورکوز شو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل.
”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.
موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو.
تاسو ته د فرښتو په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو پرې عمل ونۀ کړو.“
بيا مالِک خُدائ په هغه تختو باندې هم هغه خبرې وليکلې کومې چې هغۀ په وړومبى ځل ليکلې وې، دا هغه لس حُکمونه وُو چې تاسو له يې په هغه ورځ درکړل چې د غر سره راغونډ وئ او هغۀ د اور نه خبرې وکړې. مالِک خُدائ ما له تختې راکړې.
داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اورېدلې وى او ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟
هغۀ په تاسو باندې د آسمان نه خپل آواز واورېدو چې هغه ستاسو تربيت وکړى، او هغۀ دلته په زمکه باندې په تاسو خپل مقدس اور وليدلو او د دې نه يې تاسو سره خبرې وکړې.
کله چې تاسو د غرۀ سره راغونډ وئ نو دا حُکمونه مالِک خُدائ تاسو ټولو له درکړل. کله چې هغۀ د اور نه او د تکې تورې وريځې نه په يو دروند آواز سره خبرې وکړې نو هم دغه حُکمونه يې درکړل. بيا هغۀ دا د کاڼو په دوه تختو وليکل او ما له يې راکړل.
مالِک خُدائ هلته په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره مخامخ خبرې وکړې.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.