8 هغې ورته ووئيل، ”آو، لاړه شه.“ نو هغه جينۍ لاړه او د ماشوم خپله مور يې راوستله.
کۀ څۀ هم چې مور او پلار ما ځان له پرېږدى، خو مالِک خُدائ به ما خپل ځان ته نزدې کړى.
بيا د هغۀ خور د فِرعون د لور نه تپوس وکړو، ”زۀ يو عبرانۍ ښځه راوغواړم څۀ چې دې ماشوم له سينه ورکوى؟“
شهزادګۍ دې ښځې ته ووئيل، ”دا ماشوم واخله او زما دپاره سينه ورکوه او زۀ به تا له مزدورى درکوم.“ نو هغې ماشوم يوړو او هغۀ له يې سينه ورکوله.
عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارون او موسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.
لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.