Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د فِرعون لور ټوکرۍ کولاو کړه او يو ماشوم يې په کښې وليدو. هغۀ ژړل او د هغې ورباندې زړۀ وسوزېدلو. هغې ووئيل، ”دا ماشوم عبرانے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 2:6
10 Iomraidhean Croise  

د خپلو خلقو ټول ګناهونه او ستا خِلاف سرکشۍ معاف کوه او هغه دشمنان ورباندې مِهربانه کړه، کومو چې جلاوطن کړى وُو.


مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.


په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل چا چې دوئ ګېر کړى وُو.


په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“


د فِرعون لور لامبلو له د درياب غاړې له راغله، د هغې خِدمتګارې هم د درياب په غاړه روانې وې نو ناڅاپه هغې په لوخو کښې هغه ټوکرۍ وليدله او يوه خِدمتګاره يې ورولېږله چې هغې ته يې را وړى.


بيا د هغۀ خور د فِرعون د لور نه تپوس وکړو، ”زۀ يو عبرانۍ ښځه راوغواړم څۀ چې دې ماشوم له سينه ورکوى؟“


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


او ټولو په دې اتفاق وکړو چې هر څوک به خپل عبرانى غلامان او وينځې آزادوى، او هيڅ څوک به خپل د مُلک سړے يا ښځه بند نۀ ساتى.


او کله چې هغه بهر وغورزولے شو نو د فِرعون لور په خپله هغه راوچت کړو او د خپل زوئ په شان يې لوئ کړو.


غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan