5 د فِرعون لور لامبلو له د درياب غاړې له راغله، د هغې خِدمتګارې هم د درياب په غاړه روانې وې نو ناڅاپه هغې په لوخو کښې هغه ټوکرۍ وليدله او يوه خِدمتګاره يې ورولېږله چې هغې ته يې را وړى.
کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې.
فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے، په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.
د فِرعون لور ټوکرۍ کولاو کړه او يو ماشوم يې په کښې وليدو. هغۀ ژړل او د هغې ورباندې زړۀ وسوزېدلو. هغې ووئيل، ”دا ماشوم عبرانے دے.“
په سحر کښې فِرعون له لاړ شه چې کله هغه د نيل درياب ته کوزيږى. د خپل ځان سره هغه امسا هم يوسه چې مار ترې نه جوړ شوے وو او د درياب په غاړه هغۀ ته ودرېږه.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سبا سحر وختى لاړ شه او د فِرعون سره مِلاو شه چې کله هغه درياب ته ځى، نو هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.
د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.
خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.
او مالِک خُدائ کب ته حُکم وکړو، او کب يُونس په اوچه زمکه بهر وغورزولو.
او کله چې هغه بهر وغورزولے شو نو د فِرعون لور په خپله هغه راوچت کړو او د خپل زوئ په شان يې لوئ کړو.