4 د ماشوم خور لږه لرې ولاړه وه او کتل يې چې په هغۀ به څۀ کيږى.
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.
په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.
هغۀ د ليوى لور يوکبد وادۀ کړې وه، چې هغه په مِصر کښې پېدا شوې وه. د هغې نه د عُمرام دوه زامن، هارون او موسىٰ او يوه لور مريم پېدا شوه.