20 هغۀ د خپلو لوڼو نه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟ تاسو هغه سړے بهر ولې پرېښودو؟ لاړې شئ او هغه راوغواړئ چې مونږ سره روټۍ وخورى.“
زۀ به تاسو له لږه روټۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما دپاره د عزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“
او چې کله لابن د خپل خورئى يعقوب په حقله واورېدل، نو هغۀ مِلاوېدو له ورمنډه کړه، هغۀ ته ورغاړه وتلو او ښُکل يې کړو او هغه يې کور ته دننه راوستلو. يعقوب لابن ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې څۀ شوى وُو.
هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه.
هغوئ خپلې تُحفې تيارې کړې چې يوسف ته يې پېش کړى چې کله هغه د غرمې راورسيږى، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ به د هغۀ سره روټۍ خورى.
ما په پردو خلقو هيڅکله بېغورى نۀ ده کړې چې هغوئ په کوڅه کښې شپه تېره کړى، او ما مسافرو ته خپلې دروازې کولاو ساتلې دى.
نو هلته هغۀ له د هغۀ ټول وروڼه خوېندې او ټول پخوانى خپل پردى راغلل او هغوئ د هغۀ په کور کښې روټۍ وخوړه. او هغوئ ورته مينه ښکاره کړه او د هغه تکليفونو په وجه يې هغۀ له تسلى ورکړه چې مالِک خُدائ په هغۀ راوستى وُو. او هغوئ هر يو هغۀ له لږې پېسې او يوه د سرو زرو ګوتمه ورکړه.
هغوئ ورته ووئيل، ”يو مِصرى مونږ د شپانو نه بچ کړُو او هغۀ مونږ له اوبۀ هم راوخېژولې او زمونږ څاروو له يې ورکړې.“
نو موسىٰ هلته اوسېدو ته راضى شو او يترو هغۀ ته خپله لور صفوره وادۀ کړه،
په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.
د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بېپرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.