2 او د هغې نه د هغۀ يو زوئ وشو. هغې وليدل چې دا ښۀ ښکلے ماشوم وو، نو هغې دا درې مياشتې پټ وساتلو.
شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه.
مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بېلالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.
عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارون او موسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.
هغۀ د ليوى لور يوکبد وادۀ کړې وه، چې هغه په مِصر کښې پېدا شوې وه. د هغې نه د عُمرام دوه زامن، هارون او موسىٰ او يوه لور مريم پېدا شوه.
هم په دغه وخت موسىٰ پېدا شو. او هغه د خُدائ پاک نيازبين وو او تر درېو مياشتو پورې هغه د خپل پلار په کور کښې وساتلے شو.
د هغوئ مُلک دې د ټولو نعمتونو نه ډک شى، مالِک خُدائ دې د خپل خېر سره هغوئ له برکت ورکړى، چا چې د سوزېدونکې بوټى نه خبرې وکړې. دا برکتونه دې د يوسف په قبيله نازل شى، ځکه چې هغه د خپلو وروڼو نه اوچت وو.
هم د ايمان په وسيله د موسىٰ مور پلار د هغۀ د پېدايښت نه پس تر درېو مياشتو پورې هغه پټ وساتلو ځکه چې هغوئ وليدل چې ماشوم ښکلے دے او هغوئ د بادشاه د حُکم نه ونۀ يرېدل.
نو يَسى هغه راوغوښتو. هغه يو ښائسته او سور سپين زلمے وو او ښائسته سترګې يې لرلې. مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”هم دغه يو دے، سر يې په تېلو غوړ کړه.“