18 چې کله دوئ خپل پلار له راغلې، هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن ډېر زر راغلئ؟“
هغوئ ورته ووئيل، ”يو مِصرى مونږ د شپانو نه بچ کړُو او هغۀ مونږ له اوبۀ هم راوخېژولې او زمونږ څاروو له يې ورکړې.“
د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.
بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“
موسىٰ خپل اوښى حوباب ته وفرمائيل چې د يترو ميديانى زوئ وو، ”مونږ هغه ځائ ته په سفر روانېږُو چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې هغه به يې مونږ له راکړى. هغۀ وعده کړې ده چې هغه به اِسرائيليان مالدار کړى، نو مونږ سره لاړ شه او مونږ به تا سره ښېګړه وکړُو.“
هر څوک چې ناپاک شوے وى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک پاتې شى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او نور به د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
هغوئ تپوس وکړو چې، ”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته.“