17 خو څۀ شپانو د يترو لوڼه وشړلې. نو موسىٰ د هغوئ د بچ کولو دپاره ورَغلو او د هغوئ څاروو له يې اوبۀ ورکړې.
يوه ورځ، اِبراهيم ابىمَلِک ته شکايت وکړو چې، ”ستا يو څو نوکرانو زما په يو کوهى قبضه کړې ده.“
چې کله يعقوب خپله د ماما لور راحيل د هغې د پلار د رَمې سره وليده، نو هغه کوهى له ورَغلو، د کوهى د خولې نه يې تيږه لرې کړه او د لابن رَمو له يې اوبۀ ورکړې.
او چې کله به ټولې رَمې هلته راغونډې شوې، نو شپانو به هغه تيږه لرې کوله او اوبۀ به يې ورکولې. بيا به هغوئ هغه تيږه واپس په خپل ځائ د کوهى په خولۀ کېښودله.
موسىٰ اخوا دېخوا وکتل او چې کله هغۀ ته پته ولګېده چې هيڅ څوک يې هم نۀ ګورى، نو هغه مِصرے يې ووژلو او د هغۀ لاش يې په شګو کښې پټ کړو.