Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 2:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15-16 چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د موسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو موسىٰ وتښتېدو او لاړو او د ميديان په مُلک کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د يو کوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لوڼه راغلې، چې اوبۀ راوباسى او د خپل پلار ګډو او چېلو دپاره ښانکونه ترې نه ډک کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 2:15
17 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه هلته ورسېدو، هغۀ د ښار نه بهر د چينې سره نزدې اوښان کښېنول. دا د مازيګر وخت وو، چې کله ښځې اوبو وړلو له راووتلې.


د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ پېدا شول.


د ميديان زامن عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا وُو. دا ټول د قطوره اولاد وُو.


چې څنګه هغۀ وکتل نو هغۀ په مېدان کښې يو کوهے وليدو او وې ليدل چې درې رَمې ورسره پرتې وې. هغه رَمو به د دې کوهى نه اوبۀ څښلې او د هغه کوهى په خولۀ يوه غټه تيږه پرته وه.


هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو.


هغۀ دا هم فرمائيلى وُو، ”زما د پلار خُدائ پاک زما مل وو او زۀ يې د مِصر د فِرعون نه بچ کړم چې هغۀ زۀ وژلم.“ نو ځکه هغۀ په بل زوئ اِلى‌عزر نوم کېښودو.


چې کله موسىٰ په ميديان کښې وو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”مِصر ته واپس لاړ شه، ځکه چې کومو خلقو تۀ وژلې هغه ټول مړۀ دى.“


هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.


ما د کوشن د خلقو خېمې په مصيبت کښې وليدلې، د ميديانيانو د اوسېدو ځائ په تکليف کښې.


کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.


هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو.


کله چې موسىٰ دا واورېدل نو ميديان ته وتښتېدو او هغه هلته د مسافرو غوندې اوسېدو او هم هلته خُدائ پاک دوه زامن ورکړل.


هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan