Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغه سړى ورته ووئيل، ”تۀ چا په مونږ مشر کړے يې او په مونږ يې قاضى جوړ کړے يې؟ تۀ ما هم وژنې څۀ لکه چې هغه مِصرے دې وژلے وو؟“ نو موسىٰ وويرېدو او د خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”ښه نو لکه چې ما څۀ کړى دى د هغې خلقو ته پته لګېدلې ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 2:14
17 Iomraidhean Croise  

نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو.


خو دوئ ووئيل، ”ځه مړه ورک شه مسافر سړے يې. تۀ څوک يې چې مونږ ته چل ښائې؟ زمونږ د مخې نه لرې شه، ګنې د هغوئ نه به دې هم بد حال وکړُو.“ دوئ لوط له ديکه ورکړه او د دروازې په ماتېدو يې شروع وکړه.


د دې قتلِ عام نه پس د يعقوب نورو زامنو ښار لوټ کړو چې د خپلې خور د بې‌عزتۍ بدل واخلى.


د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى.


څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.


دا څۀ وړه خبره ده چې مونږ تا د هغه زرخېز او آباد مُلک نه د دې دپاره راويستلى يُو چې په دې صحرا کښې مو ووژنې؟ تۀ په مونږ باندې روب اچول غواړې څۀ؟


هغوئ د موسىٰ او هارون په مخکښې رابېل شول او ورته يې ووئيل، ”تاسو د حد نه تېر شوى يئ. ټول قوم د مالِک خُدائ مقدس خلق دى او مالِک خُدائ زمونږ د ټولو مل دے. نو، موسىٰ، تۀ ولې د مالِک خُدائ د قوم نه ځان اوچت ګڼې؟“


عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“


هغۀ جواب ورکړو چې، ”وروره، زۀ چا ستاسو منصف او ثالث مقرر کړے يم؟“


خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.


خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“


دا هغه موسىٰ دے چې هغوئ په دې ټکو رد کړے وو چې تۀ چا زمونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟ د هغه فرښتې په وسيله چې هغۀ ته په بوټى کښې ښکاره شوې وه هم هغه خُدائ پاک په خپله موسىٰ د هغوئ د حاکِم او خلاصوونکى په توګه راولېږلو.


هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan