نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.
نه، زۀ چې څنګه روژه غواړم هغه داسې ده يعنې، د بېاِنصافۍ په زنځيرونو کښې راګېر خلق آزاد کړئ، د خپلو ماتحتو بوج کم کړئ. مظلومان آزاد کړئ، هر جغ مات کړئ.
”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم،