Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 2:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 کله چې دا ماشوم لږ لوئ شو نو هغې دا ماشوم د بادشاه لور له ورکړو او د بادشاه لور ماشوم خپل زوئ جوړ کړو. هغې د خپل ځان سره ووئيل، ”ما دا د اوبو نه راوچت کړے دے.“ نو موسىٰ نوم يې ورباندې کېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 2:10
11 Iomraidhean Croise  

تۀ اوس اُميدواره يې او زوئ به دې وشى او د هغۀ نوم به اِسمٰعيل کېږدې ځکه چې مالِک خُدائ په تکليف کښې ستا آواز اورېدلے دے.


د آدم او حوا يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نوم کېښودو.


نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.


نو مالِک خُدائ د بره نه راورسېدو او زۀ يې ونيولم، هغۀ د ډېرو اوبو نه بهر راوويستلم.


شهزادګۍ دې ښځې ته ووئيل، ”دا ماشوم واخله او زما دپاره سينه ورکوه او زۀ به تا له مزدورى درکوم.“ نو هغې ماشوم يوړو او هغۀ له يې سينه ورکوله.


د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“


د دې دپاره چې هغه زمونږ فديه ورکړى او مونږ د شريعت نه آزاد کړى، نو چې په دې سره هغه مونږ د خپل زوئ په حيث قبول کړى.


د ايمان په وسيله موسىٰ چې کله لوئ شو نو د فِرعون د لور د زوئ بللو نه يې اِنکار وکړو.


تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.


چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan