22 کۀ اِمامان هم ما ته نزدې راځى نو هغوئ دې هم ځان پاک کړى، ګنې زۀ مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“
په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“
او د هغه مياشتې په څوارلسمه ورځ هغوئ د فسحې اختر د قربانۍ دپاره ګډُورى حلال کړل. کوم اِمامان او ليويان چې پاک نۀ وُو نو هغوئ دومره وشرمېدل چې خپل ځانونه يې مالِک خُدائ ته وقف کړل، نو داسې هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شوې.
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او هارون هم د ځان سره راوخېژوه. خو چې اِمامان او خلق ما ته د راتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، ګنې زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“
اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ او زما په لوظ باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده.
بيا هغۀ د بنى اِسرائيلو څۀ زلمى مقرر کړل او هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې قربانۍ او څۀ څاروى د سلامتۍ قربانۍ په توګه پېش کړل.
ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.
هغه به مقدس وى او چې زما نوم سپک نۀ کړى. هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې خامخا مقدس وى.
اوس خلقو ته ووايه، چې د سبا دپاره ځانونه پاک کړئ، تاسو ته به د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى. مالِک خُدائ ستاسو ژړا اورېدلې ده چې تاسو وئيل چې کاش زمونږ سره لږه غوښه وے او چې زمونږ حالت په مِصر کښې ښۀ وو. اوس به مالِک خُدائ تاسو له غوښه درکړى او تاسو به يې خورئ.
هم هغه وخت هغه د هغۀ په پښو کښې سر د لاندې راپرېوتله او په ټکى مړه شوه. بيا ځوانان دننه راغلل هغوئ هغه مړه وليده نو هغوئ هغه بهر يوړه او د خاوند په خوا کښې يې ښخه کړه.
کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل.