21 او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى.
هغۀ د ځان سره وفرمائيل چې، ”عجيبه خبره ده. دا جاړه ولې نۀ سوزيږى؟ زۀ به نزدې ورشم چې وې ګورم.“
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.
تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى،
کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بېسوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.
کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.
”قُهاتيان مۀ پرېږدئ
چې ډېرو مقدسو څيزونو ته نزدې راشى هسې نه چې مړۀ شى. د هغوئ د بچ کېدو د خاطره هارون او د هغۀ زامن به دننه ځى او هر سړى ته به خپل کار حواله کوى چې څۀ څيز به وړى.
خو کۀ قُهاتيان مقدسې خېمې ته دننه لاړل او اِمامان يې وليدل چې د مقدسو څيزونو د وړلو تيارے کوى، نو دوئ به مړۀ شى.“
په هغه وخت کښې زۀ ستاسو او مالِک خُدائ په مينځ کښې د مينځګړى په شان د دې دپاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم، ځکه چې تاسو د اور نه يرېدئ او غرۀ ته ونۀ ختلئ. مالِک خُدائ وفرمائيل چې،
مالِک خُدائ د بيتشمس اويا سړى ووژل ځکه چې هغوئ د لوظ صندوق ته دننه کتلى وُو. او خلقو ماتم وکړو ځکه چې مالِک خُدائ په هغوئ دومره لويه تباهى راوستلې وه.