19 د بيګل آواز نور هم اوږدېدلو او زياتېدلو. موسىٰ خبرې کولې او خُدائ پاک هغۀ له د تندر د آواز په شان جواب ورکولو.
د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.
تاسو چې په سخته کښې نعرې وکړى نو ما تاسو بچ کړئ، ما درله د تندر د وريځو نه جواب درکړو. کله چې په مريبه کښې اوبۀ نۀ وې ما ستاسو ايمان وآزمائيلو.
هيڅ څوک به هم نۀ ورځى، خو کۀ څوک ورشى نو هغه به سنګسارولے شى يا به په غشو ويشتلے شى. هغه کۀ انسان وى يا حېوان وى خامخا به وژلے شى. خو چې کله بيګل په اوږد آواز وغږولے شى، نو بيا به خلق غرۀ ته راوخېژى.“
د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.
نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“
هغۀ په تاسو باندې د آسمان نه خپل آواز واورېدو چې هغه ستاسو تربيت وکړى، او هغۀ دلته په زمکه باندې په تاسو خپل مقدس اور وليدلو او د دې نه يې تاسو سره خبرې وکړې.
کله چې تاسو د غرۀ سره راغونډ وئ نو دا حُکمونه مالِک خُدائ تاسو ټولو له درکړل. کله چې هغۀ د اور نه او د تکې تورې وريځې نه په يو دروند آواز سره خبرې وکړې نو هم دغه حُکمونه يې درکړل. بيا هغۀ دا د کاڼو په دوه تختو وليکل او ما له يې راکړل.
او کله چې د بيګل آواز او کلام خلقو واورېدو نو هغوئ مِنت وکړو چې مونږ سره دې نور کلام ونۀ کړے شى.
هغه منظر په رښتيا سره داسې هيبتناک وو چې موسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ د يرې نه ډېر رپېږم.“