هيڅ څوک به هم نۀ ورځى، خو کۀ څوک ورشى نو هغه به سنګسارولے شى يا به په غشو ويشتلے شى. هغه کۀ انسان وى يا حېوان وى خامخا به وژلے شى. خو چې کله بيګل په اوږد آواز وغږولے شى، نو بيا به خلق غرۀ ته راوخېژى.“
او خُدائ پاک به تاسو له آرام درکړى تاسو څوک چې په مصيبت کښې راګېر يئ او هم مونږ له چې کله مالِک عيسىٰ د آسمان نه راڅرګند شى. او د خپلو قوتناکو فرښتو سره راشى،
خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.