Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 19:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 19:15
16 Iomraidhean Croise  

هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.


او په درېمه ورځ دې تيار اوسيږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکوز شم.


بيا موسىٰ د غرۀ نه راکوز شو او خلقو ته يې وفرمائيل چې د عبادت دپاره خپل ځانونه پاک کړئ. نو هغوئ خپلې جامې ووينځلې،


د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.


ټول خلق راغونډ کړئ، او غونډه مقدسه کړئ، مشران، ماشومان او واړۀ ماشومان راغونډ کړئ. ناوې او زلمے د خپلې خپلې کوټې نه راوغواړئ.


د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


”نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو به وګورئ چې زۀ درسره څۀ کوم، نو ځکه زۀ درسره داسې کوم، نو د خپل خُدائ پاک سره د ملاقات دپاره تيار شئ، اے بنى اِسرائيلو.“


درېمه کښې سپين آسونه او څلورمه کښې برَګ آسونه وُو، ټول ډېر مضبوط وُو.


چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور د اِمامانو او پېغمبرانو نه تپوس وکړى چې، ”آيا مونږ ماتم وکړُو او روژه ونيسو په پينځمه مياشت کښې، لکه څنګه چې مونږ دا د ډېرو کالونو نه کوُو؟“


خو د هغۀ د راتلو ورځ څوک برداشت کولے شى؟ څوک ودرېدلے شى کله چې هغه راښکاره شى؟ ځکه چې هغه به لکه د صفا کوونکى اور يا د دهوبى د صابون په شان وى.


نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.


تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan