Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 19:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 بيا موسىٰ د غرۀ نه راکوز شو او خلقو ته يې وفرمائيل چې د عبادت دپاره خپل ځانونه پاک کړئ. نو هغوئ خپلې جامې ووينځلې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 19:14
7 Iomraidhean Croise  

نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.


او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى


هيڅ څوک به هم نۀ ورځى، خو کۀ څوک ورشى نو هغه به سنګسارولے شى يا به په غشو ويشتلے شى. هغه کۀ انسان وى يا حېوان وى خامخا به وژلے شى. خو چې کله بيګل په اوږد آواز وغږولے شى، نو بيا به خلق غرۀ ته راوخېژى.“


او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“


داؤد جواب ورکړو، ”بې‌شکه، دوئ ځان ساتلے دے، زما سړى همېشه خپل ځانونه پاک ساتى تر دې پورې کۀ هغوئ په يو عام کار پسې هم ځى، او نن مونږ څومره په خاص کار پسې راوتلى يُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan