Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 19:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 هيڅ څوک به هم نۀ ورځى، خو کۀ څوک ورشى نو هغه به سنګسارولے شى يا به په غشو ويشتلے شى. هغه کۀ انسان وى يا حېوان وى خامخا به وژلے شى. خو چې کله بيګل په اوږد آواز وغږولے شى، نو بيا به خلق غرۀ ته راوخېژى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 19:13
11 Iomraidhean Croise  

بيا موسىٰ د غرۀ نه راکوز شو او خلقو ته يې وفرمائيل چې د عبادت دپاره خپل ځانونه پاک کړئ. نو هغوئ خپلې جامې ووينځلې،


د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.


موسىٰ هغه خلق د خېمو د ځائ نه د خُدائ پاک حضور ته بوتلل او هغوئ د غرۀ په لمن کښې ودرېدل.


د بيګل آواز نور هم اوږدېدلو او زياتېدلو. موسىٰ خبرې کولې او خُدائ پاک هغۀ له د تندر د آواز په شان جواب ورکولو.


هيڅ څوک به تا سره نۀ راخېژى، په ټول غرۀ باندې چې يو کس هم ونۀ ليدلے شى، او نۀ چې د غرۀ په لمن کښې ګډې يا څاروى وڅريږى.“


او د آخرى بيګل د آواز سره په يوه لحظه او د سترګو په رپ کښې به مړى په غېر فانى حالت کښې راژوندى شى، او مونږ به بدل شُو.


ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى.


نو هغوئ دا حُکم برداشت نۀ کړے شو چې، ”کۀ يو ځناور هم د دې غر سره ولګى نو هغه دې په کاڼو مړ کړے شى.“


دا سړى په منډه منډه جبعې ته لاړل، هغوئ په ښار کښې خوارۀ شول او هلته يې هر يو کس ووژلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan