Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 19:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د غرۀ نه ګېرچاپېره حدونه مقرر کړه چې خلق به ترې نه نۀ راوړى او هغوئ ته ووايه چې نۀ غرۀ ته راوخېژى او نۀ يې لمنې ته ورنزدې شى. خو کۀ څوک غرۀ ته ورشى، نو هغه به خامخا ووژلے شى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 19:12
11 Iomraidhean Croise  

هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”د مخې نه مې ورک شه. نور چې زما وړاندې رانۀ شې. په کومه ورځ چې زما مخې ته راغلې نو مړ به شې.“


او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى.


موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”خلق د سينا غرۀ ته نۀ شى راختلے، ځکه چې تا مونږ له خبردارے راکړے دے چې د دې نه ګېرچاپېره حدونه مقرر کړُو او غر مقدس وګڼو.“


صِرف تۀ ما له راشه او هغه نور به ما له نزدې نۀ راځى. نور کسان به تا سره غرۀ ته نۀ راخېژى.“


پام کوئ چې د هغه زمکې د خلقو سره لوظ ونۀ کړئ چې تاسو ور روان يئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


هيڅ څوک به تا سره نۀ راخېژى، په ټول غرۀ باندې چې يو کس هم ونۀ ليدلے شى، او نۀ چې د غرۀ په لمن کښې ګډې يا څاروى وڅريږى.“


هغۀ ما ته وفرمائيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه، تاسو به د غرونو مُلک ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عِيسو علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويريږى،


پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،


نو تاسو هغه غر ته نۀ يئ راغلى چې به د اور شغلو، تيارې، تورتم او طوفان راګېرولو، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل د سينا غرۀ ته راغلى وُو.


تاسو مخکښې هيڅکله دلته نۀ يئ راغلى نو هغوئ به تاسو ته د تلو لار ښائى. د لوظ صندوق ته مۀ ورنزدې کېږئ، دې نه تقريباً زر ګزه شاته اوسئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan