11 او په درېمه ورځ دې تيار اوسيږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکوز شم.
بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو،
د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.
خپل آسمانونه وشلوه اے مالِکه خُدايه او لاندې راکوز شه، غرونو ته صرف لاس وروړه نو دوئ به لوګے شى.
هغه لاندې ترې راکوز شولو وشلول يې آسمانونه، د هغۀ د پښو د لاندې تورې وريځې وې.
د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.
د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.
مالِک خُدائ د سينا د غرۀ سر ته راکوز شو او موسىٰ يې د غرۀ سر ته راوغوښتلو. نو موسىٰ وروختلو
د مالِک خُدائ جلال په غرۀ باندې خور شو. بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ جلال داسې ښکارېدو لکه چې د غرۀ په سر باندې اور بل وى. شپږ ورځې وريځې غر پټ کړے وو او په اوومه ورځ مالِک خُدائ د وريځې د مينځ نه موسىٰ ته آواز وکړو.
نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.
سبا سحر تيار شه او د سينا غرۀ ته راوخېژه او د غرۀ په سر ما ته حاضر شه.
او مالِک خُدائ په وريځ کښې راکوز شو او د هغۀ سره هلته ودرېدلو او خپل مقدس نوم ”مالِک خُدائ“ يې واخستلو.
زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى.
هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم.
ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.
چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى.
يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”ځانونه پاک کړئ ځکه چې مالِک خُدائ به سبا ستاسو په مينځ کښې لوئ کارونه کوى.“