10 او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى
نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ.
بيا د ساؤل نمسے مفيبوست راغلو چې د بادشاه سره مِلاو شى. د هغه وخت نه واخله چې بادشاه د يروشلم نه تلے وو تر هغې پورې چې هغه کامياب راواپس شو مفيبوست نۀ خپلې پښې وينځلې وې، نۀ يې خپله ږيره سمه کړې وه او نۀ يې خپلې جامې وينځلې وې.
خو اِمامان دومره لږ وُو چې دا ټول ځناور يې نۀ شول حلالولے، نو ليويانو د کار د ختمېدو پورې د هغوئ مدد کولو تر هغه وخته پورې چې نورو اِمامانو ځانونه پاک کړل. ليويانو د ځان په پاک ساتلو کښې د اِمامانو نه زيات خيال ساتلو.
او هلته يې ورته خبرې وکړې. هغۀ وفرمائيل، ”ليويانو تاسو به خپل ځانونه وقف کړئ او د مالِک خُدائ کور به پاک کړئ کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. د مقدس ځائ نه ټول ناپاکه څيزونه لرې کړئ.
او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.
هر څوک چې د هغۀ بسترې له لاس وروړى
اوس خلقو ته ووايه، چې د سبا دپاره ځانونه پاک کړئ، تاسو ته به د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى. مالِک خُدائ ستاسو ژړا اورېدلې ده چې تاسو وئيل چې کاش زمونږ سره لږه غوښه وے او چې زمونږ حالت په مِصر کښې ښۀ وو. اوس به مالِک خُدائ تاسو له غوښه درکړى او تاسو به يې خورئ.
پاک سړے به په ناپاک سړى باندې په درېمه او په اوومه ورځ باندې اوبۀ وشيندى. او په اوومه ورځ به هغه ناپاک سړے پاک کړى، د نمرپرېواتو په وخت د خپلو جامو وينځلو او په ځان اوبۀ اچولو نه پس به پاک شى.
په اوومه ورځ به تاسو خامخا خپلې جامې وينځئ، بيا به تاسو پاک شئ او خېمو ته به ننوتلے شئ.“
ليويانو خپل ځانونه پاک کړل او جامې يې ووينځلې او هارون هغوئ مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړل. هارون د هغوئ دپاره د پاکوالى کفاره ادا کړه.
طريقه دا ده، په هغوئ باندې د پاکوالى اوبۀ وشينده او هغوئ ته ووايه چې ټول بدن کل کړى او خپلې جامې ووينځى. نو هغوئ به پاک شى.
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”ځانونه پاک کړئ ځکه چې مالِک خُدائ به سبا ستاسو په مينځ کښې لوئ کارونه کوى.“
پاڅه. خلق زما حضور ته راتلو دپاره پاک او تيار کړه. هغوئ ته ووايه چې سبا تيار اوسئ ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې وايم چې، بنى اِسرائيلو، تاسو سره وقف شوى څيزونه دى. تاسو تر هغې پورې د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شئ کولے چې دا څيزونه مو لرې کړى نۀ وى.
بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.
هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، د امن په نيت راغلم، زۀ راغلم چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړم. ځان پاک کړئ او ما سره لاړ شئ.“ هغۀ يَسى او د هغۀ زامنو ته هم وفرمائيل چې ځان پاک کړئ او هغوئ يې قربانۍ له راوغوښتل.