Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 19:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1-2 بنى اِسرائيل د رفيديم نه روان شول او چې کله دوئ د مِصر نه راوتلى وُو، د هغې نه پس د درېمې مياشتې په اوله ورځ د سينا بيابان ته راغلل. دوئ هلته د سينا د غرۀ په لمن کښې خېمې ولګولې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 19:1
16 Iomraidhean Croise  

”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى.


هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.


نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.


د بنى اِسرائيلو ټول قوم د ايليم نه په سفر روان شو او د دوېمې مياشتې په پينځلسمه ورځ دوئ د صين بيابان ته راغلل، دا د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه پس وُو، کوم چې د ايليم او سينا په مينځ کښې دے.


خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“


”د اولنۍ مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ د حضور خېمه ودروه.


نو په دې وجه هغوئ ما د مِصر نه راوويستل او بيابان ته مې راوستل.


د دوېم کال د دوېمې مياشتې په وړومبۍ ورځ بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک پرېښودو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضور په مقدسه خېمه کښې موسىٰ ته وفرمائيل،


او اِسرائيليان د سينا د بيابان نه په سفر روان شول. وريځ د فاران په صحرا کښې ايساره شوه.


مالِک خُدائ د سينا په بيابان کښې موسىٰ ته حُکم وکړو


د رفيديم نه واخله تر د حُور غرۀ پورې هغوئ په دې ځايونو کښې خېمې ولګولې، د سينا په بيابان کښې، قبروت هتاوه، حصيروت، رتمه، رمون فارص، لِبناه، رِسه، قهيلاته، د شافر په غرۀ کښې، حراده، مقهيلوت، تاحت، تارح، متقه، حشمونه، موسيروت، بنى‌يعقان، حور‌الجدجاد، يُطباته، عبرونه، عصيون‌جابر، د صين صحرا (چې قادِس دے)، او د حُور غر، چې د ادوم په لاره دے.


”کله چې مونږ د سينا غرۀ سره وُو نو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته وفرمائيل چې تاسو د دې غرۀ سره ډېر زيات ايسار شوى يئ.


چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى.


کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره خبرې وکړې او تاسو د هغۀ صورت ونۀ ليدو، نو خپلې فائدې دپاره پام کوئ چې


د سينا په غرۀ باندې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يو لوظ وکړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan