5 يترو د موسىٰ د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره بيابان ته راغلو چرته چې موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته نزدې اوسېدو.
الياس پاڅېدو، خوراک څښاک يې وکړو او دې خوراک هغۀ له دومره طاقت ورکړو چې سينا ته څلوېښت ورځې مزل وکړى، کوم چې د خُدائ پاک غر دے.
هغۀ موسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”زۀ ستا د ښځې او د دوو زامنو سره درروان يم،“
او په درېمه ورځ دې تيار اوسيږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکوز شم.
مالِک خُدائ د سينا د غرۀ سر ته راکوز شو او موسىٰ يې د غرۀ سر ته راوغوښتلو. نو موسىٰ وروختلو
موسىٰ د خپل مدد کوونکى يشوَع سره روان شو او موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته بره ختلو.
د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“
بيا مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”د موسىٰ سره مِلاوېدو له صحرا ته لاړ شه.“ نو هغه د هغۀ سره د خُدائ پاک په غرۀ کښې مِلاوېدو له لاړو، او چې کله هغه د هغۀ سره مِلاو شو، نو هغه يې ښُکل کړو.