Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 18:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغۀ دا هم فرمائيلى وُو، ”زما د پلار خُدائ پاک زما مل وو او زۀ يې د مِصر د فِرعون نه بچ کړم چې هغۀ زۀ وژلم.“ نو ځکه هغۀ په بل زوئ اِلى‌عزر نوم کېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 18:4
19 Iomraidhean Croise  

هغه ستا د پلار خُدائ پاک دے چې هغه ستا مدد کوى، هغه قادر خُدائ چې تا له برکت درکوى. د بره آسمان د بارانونو او د زمکې د لاندې د چينو برکت درکړى، برکتونه د ډېرو څاروو او د اولادونو،


د موسىٰ دوه زامن وُو، جيرسوم او اِلى‌عزر.


د اِلى‌عزر صِرف يو زوئ رحبياه وو، خو د رحبياه بچى ډېر وُو.


اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.


څوک چې ما د خپلو دشمنانو نه بچ کوى. تا زۀ په خپلو دشمنانو باندې اوچت کړم، او تا زۀ د ظالمانو نه بچ کړم.


نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.


خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.


هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”د مخې نه مې ورک شه. نور چې زما وړاندې رانۀ شې. په کومه ورځ چې زما مخې ته راغلې نو مړ به شې.“


چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د موسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو موسىٰ وتښتېدو او لاړو او د ميديان په مُلک کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د يو کوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لوڼه راغلې، چې اوبۀ راوباسى او د خپل پلار ګډو او چېلو دپاره ښانکونه ترې نه ډک کړى.


د هغې نه يې يو زوئ وشو. موسىٰ د خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ په دې مُلک کښې مسافر يم.“ نو په هغۀ يې جيرسوم نوم کېښودو.


نو موسىٰ خپله ښځه او زامن واخستل او په يو خر باندې يې سوارۀ کړل او د دوئ سره مِصر ته روان شو، هغه امسا يې هم يوړه چې خُدائ پاک ورته ښودلې وه.


زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“


بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“


کله چې موسىٰ دا واورېدل نو ميديان ته وتښتېدو او هغه هلته د مسافرو غوندې اوسېدو او هم هلته خُدائ پاک دوه زامن ورکړل.


خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېر‌يهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم.


د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل.


نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan