3 او ورسره د هغې دوه زامن جيرسوم او اِلىعزر هم وُو. موسىٰ فرمائيلى وُو، ”زۀ په پردى مُلک کښې مسافر يم.“ نو ځکه هغۀ په يو زوئ جيرسوم نوم کېښودو.
د موسىٰ دوه زامن وُو، جيرسوم او اِلىعزر.
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.
د هغې نه يې يو زوئ وشو. موسىٰ د خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ په دې مُلک کښې مسافر يم.“ نو په هغۀ يې جيرسوم نوم کېښودو.
نو موسىٰ خپله ښځه او زامن واخستل او په يو خر باندې يې سوارۀ کړل او د دوئ سره مِصر ته روان شو، هغه امسا يې هم يوړه چې خُدائ پاک ورته ښودلې وه.
کله چې موسىٰ دا واورېدل نو ميديان ته وتښتېدو او هغه هلته د مسافرو غوندې اوسېدو او هم هلته خُدائ پاک دوه زامن ورکړل.
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
د دان خلقو د ځان دپاره جوړ شوے بُت ولګول، او د موسىٰ نمسى او د جيرسوم زوئ يونتن او د هغۀ زامنو تر هغې پورې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو چې جلاوطنۍ ته بوتلے شول.