26 هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې.
د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى.
زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله.
هغوئ دې همېشه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کوى. هغوئ به ټولې سختې لانجې تا له راوړى، خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کوى، نو ستا دپاره به آسانى جوړه شى او بوج به درنه کم شى.
په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.
کۀ داسې لانجې وى چې د هغې فېصله کول د هغه ځائ د قاضيانو دپاره ګران وى، لکه د جائيداد حقُونو يا د چا د زخمى کېدلو لانجې يا چې په قصد سره يا په غلطۍ سره د قتل په مينځ کښې فرق کول وى، نو چې داسې وشى، نو د عبادت هغه يو ځائ ته لاړ شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى،