عزرا، تۀ به د هغه حِکمت نه کار اخلې کوم چې ستا خُدائ پاک درکړے دے، تۀ به اِنتظام کوونکى او قاضيان مقرروې چې په هغه ټولو خلقو باندې حکومت کوى چې د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د خُدائ پاک د قانون لاندې ژوند تېروى. تۀ به هغه هر چا ته دا قانون ښائې چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى.
زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى.