هِجرت 18:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 چې کله د دوو کسانو په مينځ کښې لانجه وى، نو هغوئ ما له راشى او زۀ بيا دا ګورم چې کوم يو په حقه دے او کوم په ناحقه دے او زۀ دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښايم.“ Faic an caibideil |
کله هم چې ستاسو د ښارونو نه د يو ښار اوسېدونکى ستاسو په وړاندې د قتل، يا د بل څۀ قانون يا حُکم ماتولو لانجه راوړى، نو تاسو خامخا په احتياط سره دا اصُول ورته ښايئ چې هغه به په عدالت کښې څنګه سلوک کوى، نو چې داسې هغوئ د مالِک خُدائ ګناهګار نۀ شى. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ، نو تاسو او ستاسو د ښارونو اوسېدونکو ته به د مالِک خُدائ د غصې پته ولګى. خو کۀ تاسو خپله ذمه وارى پوره کوئ نو تاسو به ګناهګار نۀ شئ.