Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 18:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 چې کله يترو هغه هر څۀ وليدل کوم چې موسىٰ کول، نو هغۀ ترې تپوس وکړو، ”دا څۀ دى چې تۀ يې د خلقو دپاره کوې؟ تۀ دا کار يواځې ولې کوې، چې د سحر نه تر ماښامه پورې خلق د مشورې دپاره درنه راتاو وى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 18:14
6 Iomraidhean Croise  

هغه به وختى پاڅېدو او لا به ړو او د ښار د دروازې سره به په لاره کښې ودرېدو. کله به هم چې څوک د يوې لانجې سره هلته راغلو چې هغۀ به غوښتل چې بادشاه لانجه هواره کړى، نو ابى‌سلوم به هغه راوغوښتو او تپوس به يې ترې نه وکړو چې هغه د کوم ځائ دے. نو هغه سړى به ورته ووئيل چې زۀ د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې نه يم،


په بله ورځ موسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو او د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاو وُو.


موسىٰ خپل سخر ته وفرمائيل، ”زۀ به خامخا داسې کوم ځکه چې خلق د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره ما له راځى.


هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې.


او قېد کړے شو، ځکه چې دا پته نۀ وه چې د هغۀ سره څۀ وکړے شى.


د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan