Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 18:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 په بله ورځ موسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو او د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاو وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 18:13
9 Iomraidhean Croise  

کله چې زۀ د ښار دروازې ته تلم، او د جرګې په ځائ کښې به د عزتمندو مشرانو سره کښېناستم،


بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.


چې کله يترو هغه هر څۀ وليدل کوم چې موسىٰ کول، نو هغۀ ترې تپوس وکړو، ”دا څۀ دى چې تۀ يې د خلقو دپاره کوې؟ تۀ دا کار يواځې ولې کوې، چې د سحر نه تر ماښامه پورې خلق د مشورې دپاره درنه راتاو وى؟“


بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.


قومونه دې راپاڅى، هغوئ دې د يهوسفط وادۍ ته لاړ شى. هلته به زۀ مالِک خُدائ ناست يم، چې د ګېرچاپېره ټولو قومونو عدالت وکړم.


”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى،


او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.


هم په دې وجه تاسو خپل ټيکس ورکوئ ځکه چې دا اختيارمند مشران په خپلو مصروفياتو کښې د خُدائ پاک خادِمان دى.


ووايئ تاسو چې په سپينو خرونو باندې سورلى کوئ، او تاسو په ښو قالينونو باندې کښېنئ، او تاسو په لاره باندې پېدل مزل کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan