Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 18:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 18:12
31 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


اِسحاق هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. بيا هغۀ هلته خپله خېمه ولګوله او د هغۀ نوکرانو بل کوهے وکنستلو.


اِسحاق هغوئ له غټه مېلمستيا وکړه او هغوئ خوراک څښاک وکړو.


هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه.


بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه،


هغوئ خپلې تُحفې تيارې کړې چې يوسف ته يې پېش کړى چې کله هغه د غرمې راورسيږى، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ به د هغۀ سره روټۍ خورى.


نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول.


داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“


حزقياه د ليويانو دا صِفت وکړو ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې تکړه وُو. د هغه اوو ورځو نه پس په کومو کښې چې هغوئ د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې قربانۍ پېش کړې وې، چې کوم د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے،


او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.


نو هلته هغۀ له د هغۀ ټول وروڼه خوېندې او ټول پخوانى خپل پردى راغلل او هغوئ د هغۀ په کور کښې روټۍ وخوړه. او هغوئ ورته مينه ښکاره کړه او د هغه تکليفونو په وجه يې هغۀ له تسلى ورکړه چې مالِک خُدائ په هغۀ راوستى وُو. او هغوئ هر يو هغۀ له لږې پېسې او يوه د سرو زرو ګوتمه ورکړه.


نو په دې وجه اوس اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان بوځه او زما خِدمت کوونکى ايُوب له ورشه او د خپل ځان دپاره دا د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړه، نو زما خِدمت کوونکے ايُوب به ستا دپاره دُعا وکړى، ځکه چې زۀ به د هغۀ دُعا قبلوم او ستاسو د کم عقلتوب په مطابق کار به درسره نۀ کوم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.“


په بله ورځ موسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو او د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاو وُو.


هغۀ د خپلو لوڼو نه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟ تاسو هغه سړے بهر ولې پرېښودو؟ لاړې شئ او هغه راوغواړئ چې مونږ سره روټۍ وخورى.“


زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.


د خُدائ پاک د لاس نه د بنى اِسرائيلو هغه مشرانو ته ضرر ونۀ رسېدلو، هغوئ خُدائ پاک وليدلو او بيا هغوئ خوراک څښاک وکړو.


بيا هغۀ د بنى اِسرائيلو څۀ زلمى مقرر کړل او هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې قربانۍ او څۀ څاروى د سلامتۍ قربانۍ په توګه پېش کړل.


د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.


چې کله به هم بنى اِسرائيلو خېمې ودرولې، نو موسىٰ به مقدسه خېمه وړله او د خېمو د ځائ نه لږه لرې به يې ودروله. او هغې ته به يې ”د مالِک خُدائ د حضور خېمه“ نوم اخستلو او چې چا به هم د مالِک خُدائ رضا معلومول غوښتل نو هغه به ورتللو.


ما نۀ ښۀ خوراک کړے وو،نۀ مې غوښه او نۀ مې مے خپلو شونډو ته نزدې کړى وُو، او ما د درېو هفتو د تېرېدو پورې د سر تېل هم استعمال کړى نۀ وو.


موسىٰ خپل اوښى حوباب ته وفرمائيل چې د يترو ميديانى زوئ وو، ”مونږ هغه ځائ ته په سفر روانېږُو چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې هغه به يې مونږ له راکړى. هغۀ وعده کړې ده چې هغه به اِسرائيليان مالدار کړى، نو مونږ سره لاړ شه او مونږ به تا سره ښېګړه وکړُو.“


د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو.


په دې خلقو کښې يو کس چې د عيسىٰ سره روټۍ ته ناست وو نو په دې خبرې اورېدو سره يې هغۀ ته ووئيل، ”بختور دى هغه څوک چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې ګډون وکړى.“


بنى اِسرائيلو ته وګورئ. ولې هغوئ د قربانيانو خوړلو دپاره په قربان‌ګاه کښې شريکيږى نه څۀ؟


تاسو د مالِک د پيالۍ نه او د پيريانو د پيالۍ نه نۀ شئ څښلے، تاسو د مالِک په دسترخوان او د پيريانو په دسترخوان کښې نۀ شئ شريک کېدے.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.


او هلته به تاسو قربانى کوئ او خپلې د سلامتۍ نذرانې به خورئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې به شُکر وباسئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan