Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 18:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ تاسو د فِرعون او د مِصر د خلقو نه بچ کړئ. د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ خپل خلق د غلامۍ نه بچ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 18:10
16 Iomraidhean Croise  

ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِک‌صِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.


هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نېغ راوستلم.“


اخيمعض بادشاه ته آواز وکړو، د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، بادشاه سلامت. هغۀ تا له په هغه سړو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے وو.“


هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ هغه وعده پوره کړه چې زما پلار داؤد سره يې کړې وه، چې کله هغۀ وفرمائيل،


”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ خپلو خلقو له امن ورکړے دے، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې وه. هغه په خپلو ټولو پَخو وعدو کښې پاتې نۀ دے راغلے کومې يې چې د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه يې کړې وې.


مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.


”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل.


ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.


مونږ بيا څنګه ستاسو دپاره د خُدائ پاک شُکر وکړُو د هغه خوشحالۍ په بدل کښې کومه چې ستاسو په وجه مونږ ته د خُدائ پاک په حضور کښې حاصله شوې ده؟


زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو،


هغۀ قينيانو له خبردارے ولېږلو چې، ”د عماليقيانو نه لاړ شئ نو چې داسې زۀ تاسو د هغوئ سره نۀ تباه کوم، ځکه چې تاسو په هغه وخت کښې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې مِهربانه شوئ کله چې هغوئ د مِصر نه راوتل.“ نو قينيان د عماليقيانو نه لاړل.


داؤد ابى‌جيل ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک صِفت دې وى چې هغۀ نن تۀ زما سره مِلاوېدو له راولېږلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan