8 بيا عماليقيان راغلل او په رفيديم کښې يې په بنى اِسرائيلو باندې حمله وکړه.
بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.
قورح، جعتام او عماليق. دا ټول د عِيسو د ښځې عده اولاد دے.
جبل، عمون، عماليقيان، ورسره، صور او فلستيان.
د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.
عماليقيان د هغه مُلک په صحرا کښې اوسيږى، حِتيان، يبوسيان او اموريان د غرونو په مُلک کښې اوسيږى، او کنعانيان د مديترانى د سمندر او د اُردن سيند سره اوسيږى.“
بيا بلعام په خپله رويا کښې عماليقيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”عماليقيان د ټولو نه زيات تکړه قوم دے، خو په آخر کښې به د همېشه دپاره ورک شى.“
چې کله به هم بنى اِسرائيلو څۀ تخم وکَرلو، نو ميديانيان به د عماليقيانو او د صحرا د قبيلو سره راتلل او په هغوئ به يې حمله کوله.
هغۀ په بهادرۍ سره جنګ وکړو او عماليقيانو له يې هم شکست ورکړو. هغۀ بنى اِسرائيليان د دشمن د ټولو حملو نه بچ کول.
دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه.
په هغه وخت کښې داؤد او د هغۀ سړو په جسوريانو، جرزيانو، عماليقيانو باندې حملې کولې، چې هغوئ د ډېر وخت نه په هغه علاقه کښې اوسېدل. هغۀ به تر شور او لاندې مِصر پورې حملې کولې.
نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو