Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 17:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 17:3
9 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.


تا د خپل نېک روح په ذريعه د هغوئ لارښودنه وکړه، تا هغوئ له د خوراک دپاره من ورکولو او د څښلو دپاره دې اوبۀ ورکولې.


هغوئ اوږى تږى وُو، او مرګ ته نزدې وُو.


سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل.


دوئ موسىٰ ته ووئيل، ”په مِصر کښې اديرې نۀ وې څۀ چې تا دې صحرا ته د مړ کېدو دپاره راوستلى يُو؟ ګوره، دا تا څۀ کړى دى چې مونږ دې د مِصر نه راوويستلو.


نو خلق موسىٰ ته وغورېدل او ورته يې ووئيل، ”مونږ به څۀ څښو؟“


چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.


تاسو مونږ دې صحرا ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دلته د خپلو څاروو سره مړۀ شُو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan